Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د هنډبال ښځینه افغان لوبډله د سوېلي اسیا لوبو نیمه پای‌لوبې ته ووته

0
د افغانستان د ښځینه هنډبال ملي لوبډله نیپال ته په ماتې ورکولو سره د سوېلي اسیا د هنډبال سیالیو نیمه پای‌لوبې ته ووته.


د افغانستان د هنډبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان ښځینه هنډبال لوبډلې د نیپال لوبډلې ته په يوه اړخیزه لوبه کې ۱۱ د ۴ په وړاندې ماته ورکړه.


د سوېلي اسیا پنځم پړاو هنډبال سیالیو کې چې په هند کې روانې دي، د افغانستان سربېره د بوتان، نیپال، بنګله‌دېش او هندوستان ښځينه هنډبال لوبډلې ګډون لري.


د سوېلي اسیا ښځينه هنډبال سیالیو په لړ کې افغان ښځینه لوبډلې له نیپال نه وړاندې بوتان ته هم ماته ورکړې وه.


ټاکل شوې چې په نیمه پای‌لوبه کې نن د افغانستان د ښځينه هنډبال ملي لوبډله د بنګله‌دېش د ښځینه هنډبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته لاړه شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса