Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

پاکستان یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر نه ملاتړ وکړ

0
پاکستاني چارواکو یو ځل بیا وویل د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره د خبرو او سیاسي حل لارې غوښتونکي دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل یوه ورځ مخکې تر دې دا خبره کړې چې ټاکل شوې د دغه هېواد صدراعظم شاهد خاقان عباسي سبا جمعه کابل ته سفر وکړي.


فیصل نن په اسلام‌اباد کې افغانستان ته د عباسي د سفر په اړه یوې خبري غونډې ته وویل:



"د پاکستان صدراعظم سبا افغانستان ته ځي، موږ به پرمختګونه وګورو، خو پاکستان په وار وار د افغانستان په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي، پاکستان غواړي د افغانستان ستونزې د خبرو او سیاسي پروسې له لارې هوارې شي، د صدراعظم سفر د دې پروسې یوه برخه ده."


د پاکستان د صدراعظم د سفر په درشل کې روانه اوونۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی وو.


دغه‌راز نږدې درې اوونۍ دمخه د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه هم کابل ته سفر کړی وو، خو  د دغه هېواد صدراعظم ته افغان ولسمشر بلنه ورکړې چې کابل ته ولاړ شي څو د دولتونو په سطحه خبرې وشي.


په همدې حال کې د افغان حکومت چارواکي وایي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د باور رامنځته کېدو یوازنۍ لار د افغانستان د سولې او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان عملي اقدامات دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса