Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

ټویټر وايي یو عشاریه ۲۱ میلیونه اکاونټونه یې تړلي

0
ټویټر وايي، د ۲۰۱۵ میلادي کال څخه د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه پورې یې یو عشاریه ۲۱ میلونه هغه اکاونټونه تړلي چې د ترهګرۍ لپاره یې تبلیغات کول.


ټویټر ادعا کوي چې دې اقدام دا ټولنیزه شبکه په یو داسې ځای بدله کړي چې د خشونت خپرولو د موادو لپاره مناسب ځای نه‎دی.


ټویټر پرون په یو بیان کې ویلي:


"موږ د کلونو سخت کار، د مثبت او مهم اغېز دوام ګورو چې زموږ سایټ یې د هغو لپاره چې ترهګري تبلیغول غواړي؛ په نامناسب ځای بدل کړي او په نتیجه کې یې په زیاتیدونکي توګه دا ډول فعالیتونه له ټویټره په لېرې کېدو دي."


ټویټر او نورې ټولنیزې شبکې په زیاتیدونکي توګه په ټوله نړۍ کې د حکومتونو تر فشار لاندې دي، څو په خپلو ویب‎پاڼو کې د وسله‎والو او نورو هغو کسانو په اړه چې د تاوتریخوالي څخه د ډکو بریدونو غوښتنه کوي، اقدامات وکړي او د تبلیغاتو مخه‎یې ونیسي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса