Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د جنوبي کوریا پخوانۍ ولسمشره په ۲۴ کلونو بند محکومه شوه

0
د جنوبي کوریا یوې محکمې پخوانۍ ولسمشره د فساد او له واکه د ناوړه استفادې په قضیه کې په ۲۴ کلونو بند محکومه کړه.


د مرکز سیول مرکزي محکمې نن جمعه پارک ګون-هه د بډې اخېستلو، له واکه د ناوړه استفادې او دولتي اسرارو د افشا کولو په قضیه کې مجرمه وپېژندله.


محکمې دغه راز ۶۶ کلنه پارک ګون-هه ۱۶ عشاریه اته میلیونه ډالر نقدي جریمه کړې ده.


خو د جنوبي کوریا پخوانۍ ولسمشرۍ چې په سیول کې زنداني ده، پر ځان لګیدلي تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې دا د سیاسي غچ قرباني ده.


پارک ګون-هه د جنوبي کوریا لومړنی ښځینه ولسمشره وه او د دې هېواد د پخواني جمهور رئیس پارک چونګ هې لور ده چې له ۱۹۶۰نه تر ۱۹۷۹ کاله پورې يې په اوسپنیز سوک د جنوبي کوریا واک چلوه.


نوموړی په ۱۹۷۹ میلادي کال کې ترور شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса