Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

افغان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د یوه پلان په بشپړولو موافقه وکړه

0
افغان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د یوه پلان په بشپړولو موافقه وکړه.


محمد اشرف غني په ارګ کې له شاهد خاقان عباسي سر چې نن کابل ته ورسېد، ولیدل.


د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر غني او خاقان عباسي د مختلفو مسئلو په اړه خبرې وکړې.


دی وايي:


"د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان په اړه چې د یوه سند نوم دی، بحث وشو. پریکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزیران پر دغه سند کار وکړي او هغه بشپړ کړي."


د ښاغلي مرتضوي په وینا د پاکستان صدراعظم د افغانستان د حکومت د سولې له پیشنهاده هرکلی او ملاتړ وکړ او په دې برخه کې يې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتوالی وښود.


ارګ وايي، ولسمشر غني د پاکستان له صدراعظم سره په عزت سره خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او د زندانیانو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса