Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

بریتانیا: پخوانی روسی جاسوس سرګي سکریپال مخ ښه کېدو دی

0
په بریتانیا کې روغتیايي چارواکو نن د جمعې په ورځ وویل پخوانی روسي جاسوس سرګي سکریپال اوس له نازک حالت څخه وتلی او په چټکی سره مخ په ښه کېدو دی.


پخوانی دوه اړخېز جاسوس سکریپال او لور يې یولیا د تېر مارچ میاشت په څلورمه نېټه د بریتانيې په سالزبري ښار کې د یو ډول اعصاب فلجوونکو کیمیاوي موادو له امله په بې هوښه او نازک روغتیايي وضعیت کې موندل شوی و.


بریتانيې د روسيې حکومت تورن کړ چې د هغو موادو په واسطه يې د سرګي سکریپال د وژلو هڅه کړې ده چې د سړې جګړې پر مهال په روسیه کې تولیدېدل.


روسیه په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او دې پېښې د لندن او نورو لویدیځو هېوادونو او مسکو ترمنځ اړیکې بحراني کړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса