Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د کابل ښار د لومړۍ درجې فوټسال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې

0
د کابل ښار د لومړۍ درجې فوټسال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د کابل ښار له بېلابېلو کلبونو د فوټسال ۲۰ لوبډلې ګډون لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي. 


د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په (الف) ګروپ کې، اثار، جوانان میهن، متحد چهاردهي، جوانان استقلال او شاهین، په (ب) ګروپ کې مخابرات، ستاره ازادي، سجاد فلز، د فیصل شریف د سولې او جوانان، دا شان په (ج) ګروپ کې بیا شهید مشتاق، شهید مصباح، حبیبانا، جوانان پیروزي او د علامه لوړو زده کړو موسسه او په (د) ګروپ کې مشعل، جوانان پنجشیر، امیدی عدالت، شهید پناه او هدایت الکټریک لوبډلې شاملې دي.


د افغانستان د فوټبال فدارسیون په خبره، د دغو سیالیو غوره څېرې به د کابل منتخبې لوبډلې ته لار پیدا کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса