Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د ننګرهار والي: محلي چارواکي دې په خپلو سيمو کې د کوکنارو کښتونه واړوي

0
د ننګرهار والي له محلي امنيتي مسؤلينو وغوښتل چې په خپلو سيمو کې د کوکنارو کښتونه واړوي.


د ننګرهار والي ګلاب منګل د ۱۴ ولسوالیو له امنيه قوماندانانو سره په غونډه کې وويل چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د کوکنارو د کښت دوام د اندېښنې وړ دی.


ښاغلي منګل له امنيه قوماندانانو وغوښتل چې د کوکنارو له کښت سره په کلکه مبارزه وکړي او د دې بوټي کښتونه له‎منځه يوسي.


د ننګرهار والي وايي چې تېر کال ۱۴ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه او په مقابل کې يې ننګرهار ته ۲۲ ميلیونه ډالر امتياز ورکړل شو، خو که په روان کال کې زر جريبه ځمکه هم د کوکنارو له کښته پاکه کړي، نو دې ولايت ته به ۲۸ میليونه ډالره امتياز ورکړل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса