Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د هرات پوليسو د نشه‎يي توکو درې تنه قاچاقچیان نیولي

0
د هرات پوليسو درې تنه نيولي چې له هېواده دباندې يې لسګونه کيلوګرامه نشه‎يي مواد قاچاق کول.


د هرات ولايت امنيه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو مديريت رسنيو ته وويل چې دوی دوه تنه د شلو کيلو ګرامو هيروئينو په تور نيولي او عدلي او قضايي مرکز ته يې سپارلي دي.


دې دوو تنو غوښتل چې دغه نشه‎يي مواد د هرات له غوريانو ولسوالۍ څخه اسلام‌قلعه ته قاچاق کړي.


له بلې‎خوا د اسلام‌قلعه پوليسو يو بل تن هم د قاچاقو په تور نيولی دی.


دې سړي غوښتل چې ۲۵۰ کيلو ګيرامه هيروئين ايران ته قاچاق کړي.


د هرات سرحدي پوليس وايي چې دا نشه‎يي مواد يې په يوه بار وړونکي موټر کې پټ ايښي و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса