Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

په کابل کې له ۳۰۰ زیات معتادین د درملنې مرکزونو ته واستول شول

0
د عامې روغتيا وزارت د پوليسو په مرسته په کابل ښار کې تر ۳۰۰ ډېر معتادين راټول او د درملنې مرکزونو ته یې واستول.


د کابل ولايت امنیه قوماندان داوود امين د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې د کابل د پل سوخته او ښار له واټونو يې ۳۰۵ معتادين ټول کړي.


ښاغلی امين له کابل ښاروالۍ څخه غواړي چې له کابل ښاره د معتادينو په راټولولو کې له دوی سره همکاري وکړي.


نوموړی وايي:


"له ښاروالۍ غواړو چې موږ سره مرسته وکړي، څو د معتادينو خېمې راټولې او پُل خالي کړو، خو د دې ټولو توکو راټولول د پوليسو له توانه وتلی، که ښاروالي او خلک همکاري و نه‎کړي، موږ دا کار يوازې نه‎شو کولای، موږ د معتادينو د راټولولو او نشه‎يي موادو د خرڅوونکو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي."


له بلې‎خوا د کابل امنيه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې د ځانګړو پوليسو مديريت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نشه‎يي موادو يو قاچاق کوونکی له ۱۰ کيلو ګرامو چرسو سره نيولی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса