Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

په هنګري کې پارلماني انتخابات روان دي

0
په هنګري کې خلک په پارلماني انتخاباتو کې رأيه اچونه پيل کړې ده.


دا ټاکنې به د دغه هېواد د اوسني ښي اړخي صدراعظم ویکټور اوربان قوت معلوم کړي.


ښاغلي اوربان نن یکشنبه سهار د خپلې رأيې تر کارونې وروسته خبريالانو ته وويل:


 "موږ د اروپايي ټولنې غړي او ټولو نړيوالو سازمانونو ته وفادار يوو، موږ به د خپل هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړو، ځکه له خپل هېواد سره مينه لرو او د ښې راتلونکې لپاره يې مبارزه کوو."


د اوربان واکمن ملتپال ګوند هیله لري چې په انتخاباتو کې به نېږدې په سلو کې ۵۰ رأیې خپلې کړي.


د هغو نظرپوښتنو له مخې چې تر انتخاباتو مخکې شوې دي، د ښاغلی اوربان ګوند به اکثریت ترلاسه کړي او نوموړی به د درېيمې دورې لپاره صدراعظم شي.


اوربان د مهاجرو مخالف دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса