Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

چارواکي: په خاص ارزګان ولسوالۍ کې څه باندې ٢٠ وسله وال وژل شوي

0
د افغانستان په جنوب لوېديځه حوزه کې د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي وايي، د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په ځمکنيو او هوايي حملو کې څه باندې ٢٠ تنه «تروريستان» وژل شوي دي.


د دې قول اردو وياند محمد صادق عيسى نن یکشنبه رسنيو ته وويل، دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو له خوا شوي دي.


دی زیاتوي:


"په دغو عملياتو کې ٢٢ تنه وسله وال ترورېستان وژل شوي، ۱۰ تنه يې ټپيان دي؛ يو ميل پيکا، يو ميل کلاشينکوف د دفاعي او امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او د دښمن په زياته پيمانه درنې وسلې له منځه وړل شوې دي."


تر دې مخکې د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي ازادي راډيو ته ويلي وو، د وسله والو طالبانو لاس ته د خاص اروزګان ولسوالۍ د لوېدو خطر له منځه تللى دى.


د دولت کومې مخالفې ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса