Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

عبدالله عبدالله د ترکیې له صدراعظم سره پر افغان کډوالو خبرې کړي

0
د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، د ترکيې له صدراعظم سره يې نن له دغه هېواد څخه د غير قانوني افغان کډوالو پر ستنېدو خبرې وکړې.


عبدالله عبدالله نن په کابل کې له بن علي يیلدرم سره په يوه خبري کنفرانس کې وويل:


"غير قانوني مهاجرت د هر هېواد لپاره يوه ستونزه ده، هيله من يو زموږ ځوانان او کورنۍ چې له محاسبې پرته له هېواد وځي، ستونزې يې هم په پام کې وساتي، که د امن د ټينګښت په لار کې ځينې اقدامات وشي خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د دوى لپاره تر ټولو غوره ځاى د دوى خپل هېواد دى."


د افغانستان اجرائيه رئيس وويل افغانستان ته له ترکيې د جمهور رئيس د اول مرستيال عبدالرشيد دوستم پر ستنېدو هم خبرې شوې دي، خو په دې برخه کې د کومې پرېکړې خبره يې ونه کړه.


د ترکیې صدراعظم نن د کابل او انقرې ترمنځ په امنيتي، اقتصادي او نورو برخو کې د بحث لپاره کابل ته تللى دى.


ښاغلى يیلدرم په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په نېږدې ورځو کې به شاو خوا۶۰۰ غیر قانوني افغان کډوال له ترکيې بېرته کابل ته ولېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса