Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د سوریې به دوما کې د کیمیاوي وسلو حملې لسګونه کسان وژلي

0
د اپوزېسيون فعالان او ژغورونکي وايي، د سوريې په دوما سيمه کې د کيمياوي وسلو په يوه مشکوکه حمله کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.


دا د سوريې په ختيځه غوطه کې وروستۍ سيمه ده چې د ياغيانو تر ولکې لاندې ده.


په اپوزېسيون پورې يوې تړلې ډلې چې د سپنيو خوليو په نوم پېژندل کېږي او د فعالانو نورو ډلو ويلي، پرون ناوخته د هليکوپټرو له خوا دمشق ته څېرمه پر دوما هغه بېرلي بمونه چې دننه په کې زهرجن ګاز ځاى پر ځاى شوي وو، د خلکو د سالنډۍ او د ساه د بندېدو سبب شوي دي.


تر اوسه دغه راپورونه چې دمشق او د هغه متحد مسکو جعلي بللي، د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تاييد شوي.


په دې مشکوکه کيمياوي حمله کې د وژل شويو کسانو د شمېر په اړه ضد و نقيض راپورونه ورکړل شوي دي.


د اپوزيسيون اړوندې ډلې وايي د وژل شويو کسانو شمېر له ٤٠ تر ٧٠ پورې دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса