Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د هند کرکټ سیالۍ: پنجاب ډهلي ته او کلکتې بنګلور ته ماته ورکړه

0
د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو په دوهمه ورځ پنجاب ډهلي ته او کلکتې بنګلور ته ماته ورکړه.


په لومړۍ لوبه کې ډهلي ډارډیولز لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ وېکټو په زیان سره د کنګز الېون پنجاب لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه چې پنجاب لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹م اوور کې د ۴ وېکټو په زیان سره پوره کړ او لوبه‌یې د ۶ وېکټو په توپیر سره وګټله.


په دغې لوبه کې مجیب ځدراڼ د کنګز الېون پنجاب لوبډلې په ګټه ولوبېد او دوه وېکټې يې واخیستې.


په دوهمه لوبه کې رائل چلېنجر بنګلور لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورنو کې یې کلکته نائټ رایډرز لوبډلې ته د ۷ وېکټو په زیان سره د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.


په ځواب کې د کلکتې لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹م اوور کې د ۶ وېکټو په زیان سره پوره کړ او خپلې سیالې لوبډلې بنګلور ته‌یې د ۴ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.


د دغو سیالیو په راتلونکې لوبه کې نن دوشنبه د سن رایزر حیدراباد لوبډله چې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او نبي عیسي‌خېل هم په‎کې شامل دي، د راجستان رائلز لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса