Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

روحاني: که امریکا له اټمي تړونه سرغړونه وکړي، پښېمانه به شي

0
د ایران ولسمشر خبرداری ورکړ چې که د امریکا متحده ایالات د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه سرغړونه وکړي، په دې کار به پښېمانه شي.


حسن روحاني نن دوشنبه په تهران کې په یوه کنفرانس کې چې نن ورځ د دې هېواد د اټمي ټکنالوژۍ په نوم بلل شوی وویل، موږ به لومړني کسان نه‌یوو چې له دغه اټمي تړونه سرغړونه کوي، خو هغوی باید پوه شي چې که یې سرغړونه وکړه، پښېمانه به شي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی چې له دغه تړونه به ووځي او د مې تر ۱۲مې به نوي بندیزونه پر تهران ولګوي، که د دې هېواد پر اټمي پروګرام نوي محدودیتونه او د توغندیو پر پروګرام نوي بندیزونه ونه‌لګول شي.


روحاني ویلي چې د دغه تړون اساس قوي دی او تر اوسه توانېدلی چې د تېرو ۱۵ میاشتو فشارونو په وړاندې تاب راوړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса