Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

چارواکي: په ارزګان کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي

0
د ارزګان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا د عملیاتو پر مهال ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.


د والي ویاند دوست محمد نایاب نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه عملیات د مرکز ترینکوټ اړوند پای ناوه سیمه کې او د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.


نوموړی وايي، په یادو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی او په خبره‌یې چې عملیات لاهم په یادو سیمو کې روان دي.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса