Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

طاهري: د عالمانو کنفرانس کې د ځینو پاکستاني عالمانو ګډون مهم دی

0
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د اسلامي نړۍ د عالمانو په کنفرانس کې د دې شورا په خبره د هغو پاکستاني عالمانو ګډون چې د افغانانو وژنه جهاد بولي، مهم دی.


د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري نن سې شنبه دا خبره ازادي راډیو ته وکړه.


ده وویل:


"د پاکستان ځیني دیني عالمان متأسفانه د افغانستان جنګ شرعي او د مسلمانانو وژنه جهاد بولي. دوی باید د اسلامي نړۍ له عالمانو په خاصه توګه افغان عالمانو سره کېني، څو پوه شي چې اسلام د وژنې دین نه‌دی. د مذاکرې او سولې دین دی او جنګ چې د هر چا ترمنځ وي مردود ګڼي."


ښاغلي طاهري وویل، افغانستان د اسلامي نړۍ د عالمانو د کنفرانس د ترسره کېدو لپاره چې یا به‌یې کوربه وي یا به په سعودي کې وشي یو لړ هڅې کړې دي.


د سولې شورا وايي، تمه لري چې د پاکستان دیني عالمان په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره چمتو شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса