Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

رحیمي: د افغانستان ۹۰ سلنه فدراسیونونه غیر معیاري دي

0
د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې رئیس وايي، د افغانستان ۹۰ سلنه فدراسیونونه غیر معیاري دي.


حفیظ‌الله ولي رحیمي د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په ورزشي فدراسیونونو کې په پراخه کچه اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کېږي څو دغه بنسټونه مسلکي او معیاري شي.


ښاغلی رحیمي وايي، د افغانستان د بدني روزنې او المپيک ملي کمېټې ترمنځ همغږي او ګډ کار کولای شي د هېواد د ورزش په وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي.


نوموړی وايي، افغان حکومت او نړیوالو ورزشي بنسټونو د المپیک ملي کمېټې له نوې رهبرۍ سره د هر راز همکاریو ژمنې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса