د سرګي سکریپال لور یولیا پرون دوشنبه له روغتونه رخصت شوې
د سالزبري روغتون مشرې کرسټین بلنشارد نن سې شنبه په یوه بیان کې دا خبره تأیید کړې ده.
هغې له روغتونه د یولیا وتل یو لوی پرمختګ یاد کړی، خو ویلي یې دي چې درملنه یې پای ته نهده رسېدلې.
بي بي سي هم مخکې ویلي و چې ۳۳ کلنه یولیا د سالزبري له روغتونه رخصت او یوه امن ځای ته انتقال شوې ده.
سکای نیوز ته هم یوې سرچینې ویلي و چې یولیا د اپرېل په نهمه له روغتون رخصتېده.
یولیا له خپل پلار سرګي سکریپال سره یوځای د مارچ په څلورمه په سالزبري کې په بېسده حالت کې وموندل شوه چې وروسته بیا معلومه شوه، د اعصابو په فلجوونکو موادو بېسده شوي وو.
تېره اوونۍ یولیا د خپل مخ په ښه کېدونکي صحت ډاډ ورکړی و.
ډاکټرانو ویلي چې په خپله سرګي سکریپال هم په ښه کېدو دی او نور یې وضعیت نازک نهدی.
بریتانیا روسیه تورنوي په یو ډول کیمیاوي موادو چې نوویچوک نومېږي او په پخوانۍ شوروي کې تولیدېدل د پخواني روسي جاسوس د وژلو هڅه کړې وه.
خو روسیه د سرګي سکریپال او د هغه د لور په مسمومولو کې لاس لرل رد کړل.
د بریتانیا او روسيې دې لانجو د مسکو او لوېدیځ ترمنځ ډیپلوماتیک کړکېچ رامنځته کړی دی.
