Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

په بلخ ولایت کې هم د سولې غوښتنې خیمه ودرول شوه

0
په بلخ ولایت کې لسګونه کسانو نن په هېواد کې د سولې او د سولې له پروسې سره د دولت د وسله‌والو مخالفینو د یوځای کېدو په هدف د تحصن خیمه ودروله.


دا د سولې غوښتنې خیمه په مزار شریف کې په حضرت علي کرم‌الله وجهه پورې منسوبه روضه کې درول شوې ده.


د بلخ د ادبي تحریک مسؤل ذبیح‌الله احساس وویل چې د تحصن د دې خیمې د درولو هدف په افغانستان کې د امنیت او د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې د بندېدو غوښتنه ده.


د مزار شریف د تحصن ګډونوالو پر پاکستان تور پورې کړ چې د ځانوژونکو او نورو بریدونو له لارې د افغانانو د وژلو مسؤل دی.


د کابل په ګډون د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې فعالانو او ځوانانو ورته خیمې وهلې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса