Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

امنیت شورا پر سوریې د ممکنه بریدونو په اړه بېړنۍ غونډه کوي

0
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پر سوریې باندې د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د ممکنه هوايي بریدونو په اړه بېړنۍ غونډه کوي.


دا بېړنۍ غونډه د روسیې په غوښتنه" نړیوالې سولې ته د ګواښ" په خاطر دایرېږي.


په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا ویلي چې لومړیتوب د جنګ د خطر مخنیوی دی، خو د ده په خبره روسیې ته د امریکا د دې اوونۍ ګواښوونکو پیغامونو ته په کتو د لوېدیځ د هوايي بریدونو امکان نه شو ردولی.


دی وایي دا ممکنه بریدونه به کړکېچ زیات کړي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د روسیې په غوښتنه بېړنۍ غونډه کوي چې داسې ښکارېدل د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به پرون په سوریه باندې د ځنډېدلیو هوايي بریدونو په اړه له سره خبرې وکړي.


امریکا ګواښ کړی چې په دوما کې د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو او د ۴۳ ملکیانو د وژنې په غبرګون به د اسد په رژيم راکټي بریدونه وکړي.


روسیې او د اسد رژيم په دوما کې د اپریل په اوومه د کیمیاوي وسلو کارول رد کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса