Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

پامپیو وايي، له ایران سره اټمي تړون به سم او پیاوړی کړي

0
د امریکا د بهرنیو چار وزارت ته نوماند مایک پامپیو وايي له ایران سره اټمي تړون به سم او پیاوړی کړي.


پامپیو د «سي. ای. اې» یا د امریکا د مرکزي استخباراتو له مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند شوی دی.


ښاغلي پمپیو د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې پرون وویل چې له ایران سره اټمي تړون ترمیموي او که چېرته یې د سمېدو امکان نه و ولسمشر ته به وړاندیز وکړي چې له خپلو متحدینو سره یوې ښې موافقې ته په رسېدو کار وکړي.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د نړۍ د لویو قدرتونو اټمي تړون شرموونکی او ناسم بللی دی.


هغه د یاد تړون د اصلاح لپاره وخت ټاکلی او ګواښ یې کړی چې د نه سمېدو په صورت کې ترې وځي.


د ۲۰۱۵ کال د دغه تړون په اساس په ایران د اټمي پروګرام په خاطر بندیزونه لرې کېږي او له ایرانه هم د یورانیمو د بډایه کولو او د ګواښوونکو راکټي پروګرامونو د مخنیوي ژمنه اخیستل شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса