Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د غزني والي ویاند: په قره باغ کې ۵پولیس وژل شوي

0
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په حمله کې ۵ پولیس وژل شوي دي.


د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د دغه خبر په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر یادو امنیتي پوستو حمله وکړه.


نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پرمهال ۹ تنه طالبان هم وژل شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم د دغه ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په حمله کې د چارواکو د معلوماتو له مخې د ولسوال په ګډون ۱۴ پولیس او دولتي مامورین ووژل شول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса