Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د فاریاب پر خواجه سبزپوش ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول شوی

0
د فاریاب چارواکي وايي، د دې ولایت پر خواجه سبز پوش ولسوالۍ د طالبانو وروستی برید پر شاتمبول شوی دی.


د فاریاب د سرحدي کنډک قوماندان ویس علمدار نن ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې د میمنې او مزارشریف پر لویه لاره پر امنیتي پوستو برید وکړ چې په پایله کې د ۵ وسله والو په وژل کېدو برید پر شا وتمبول شو.


نوموړي وویل دوه افغان سرتېري په دې نښتو کې ژوبل شوي دي.


طالبانو د فاریاب د وروستۍ جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса