Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

په مونټي نګرو کې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې رأيه اچونه پيل شوې

0
په مونټي نګرو کې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې رأيه اچونه پيل شوې ده.


ميلو جوکانووېچ چې شپږ وارې د دغه هېواد صدراعظم او يو وار ولسمشر پاتې شوى، ګومان کېږي چې د دغو انتخاباتو ګټونکى به وي.


ننني انتخابات به دا معلومه کړي چې ايا مونټي نيګرو د اروپايي ټولنې د غړيتوب لپاره د دې ټولنې خوا ته د وړاندې تګ هڅې ته دوام ورکوي، يا بېرته د روسيې خوا ته ځان څکوي چې په وروستيو کې يې اړيکې ورسره ترينګلې شوې هم دي.


د مستبد ميلو جوکانووېچ بريا به له دفتر څخه د ده دوه کلنه غيرحاضري ختمه کړي.


دا د دغه هېواد لپاره چې شپږ لکه٤٠ زره کسان په کې ژوند کوي، له نېږدې تېرو درېيو لسيزو په سياسي ډګر کې يوه نادره خلا ګڼل کېږي.


په يوه نظرپوښتنه کې ويل شوي چې په دغو انتخاباتو کې به جوکانووېچ په سلو کې تر ۵۰ ډېرې رأيې خپلې کړي چې د دغو انتخاباتو د اول پړاو د ګټلو لپاره کافي رأيې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса