Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

جېمز کومي: ټرمپ له اخلاقي پلوه د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس نه‌دی

0
د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا «اف بي ای» پخوانی مشر جېمز کومي وایي، ډونالد ټرمپ له اخلاقي پلوه د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس نه‌دی.


د کومي دغه څرګندونې له «اې بي سي» ټلوېزیوني شبکې سره د هغه د خاطراتو د کتاب د خپرېدو په درشل کې په یوه مرکه کې شوې دي.


ټاکل شوې دا مرکه د اپرېل پر ۱۷مه خپره شي.


جېمز کومي د مېرمنو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ پر چلند انتقاد کړی او وایي:


"ډونالد ټرمپ د مېرمنو په اړه د یوې ټوټې غوښې په څېر خبرې او چلند کوي."


هغه دغه‌راز ویلي چې ولسمشر ټرمپ په پرله‌پسې ډول د لویو او کوچنیو موضوعاتو په اړه درواغ وایي او ټینګار کوي چې امریکایان په هغه باور وکړي. 


د «اف بي ای» پخواني مشر ډونالد ترمپ د مافیا له مشر سره مقایسه کړی او ویلي یې دي چې ولسمشر ټرمپ له ده څخه د مطلقې وفادارۍ غوښتنه کړې وه.


ډونالد ټرمپ دا مسئله په تنده لهجه رد کړې او وایي، هېڅکله‌یې له جېمز کومي په شخصي ډول د وفادارۍ غوښتنه نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса