Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

له پاکستان سره پر پوله درې ایراني سرتېري وژل شوي

0
د پاکستان له پولې سره د مشکوکو وسله والو په یوه حمله کې د ایران د امنیتي ځواکونو د درې غړیو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.


د ایران د دولتي ایرنا خبري آژانس د خبرله مخې د سیستان بلوچستان ایالت د سرحدي ښار ګوټي میرجاوه پر یوې سرحدي پوستې په برید کې د ایران د پولیسو یو افسر ووژل شو او دوه نور سرتېري هغه مهال ووژل شول چې پر موټر یې یوه چاودېدونکي وسیله وچاودله.


ایرنا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواک د خبرپاڼې له قوله ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو په متقابل ځواب کې درې ترهګر ووژل.


په سیستان بلوچستان کې د ایران امنیتي ځواکونه اکثره وختونه له وسله والو او د مخدره موادو له قاچاق کونکو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса