Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

پوتین له انګلا میرکل سره پر یولړ مسائلو خبرې کړي

0
کرېملېن وایي، د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین د جرمني له صدراعظمې انګلا میرکل سره د سوریې د وضعیت او د بالتیک پایپ لاین د لانجمنې پروژې په اړه خبرې وکړې.


کرېملېن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې پوتین تېره اوونۍ پرسوریې د امریکا، فرانسې او بریتانیا پرهوایي حملو انتقاد وکړ.


پوتین میرکل ته وویل چې دغه برید د یرغل عمل دی چې د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ګڼل کېږي.


پوتین دغه راز ویلي چې دغه برید هغه پراخې هڅې سختې اغېزمنې کړي چې د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې د هواري لټه کوي.


د خبرپاڼې له مخې پوتین او مرکل همداشان د نورډ سټریم دوه په نوم د هغه پایپلاین په اړه هم خبرې وکړي له روسیې پیلېږي او د بالتیک تر بحیرې لاندې تر جرمني پورې رسېږي.


انتقاد کونکي وايي چې دغه پروژه به اروپایي اتحادیه د انرژۍ له پلوه تر ډېره پر روسیې متکي کړي او هم به ورسره د هغه هېواد د انرژۍ دولتي کمپنۍ شتمنې شي.


تېره اوونۍ مرکل داسي نښې وښودې چې هغه له دغې پلان شوې پروژې د ملاتړ د کمېدو څرګندونه کوي.


میرکل وویل، د دغې پروژې پر سیاسي اړخ هم باید غور وشي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса