Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د روسیې لوی درستیز نن د ناټو له اعلی سرقوماندان سره وکتل

0
د روسيې د دفاع وزارت وايي، د دې هېواد لوی درستیز او د ناټو تړون اعلی سرقوماندان نن په اذربایجان کې له یو بل سر ه وکتل.


ویلاري ګراسیموف او کرټیس سکاپاروتي د سوريي د جګړې په اړه خبرې وکړې.


دغه راز دواړو لوړ رتبه پوځي قوماندانان په اروپا کې د ناټو او روسيي د پوځي فعالیتونو په اړه هم بحث وکړ.


تاس خبري اژانس د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي دي چې ګراسیموف او سکاپاروتي د روسيې او ناټو ترمنځ د پوځي ټکر د مخنیوي او په اروپا کې د روسيې او ناټو تړون د فعالیتونو پر موضوع هم خبرې وکړې.


دا له ۲۰۱۳ مېلادي کال راهیسې د روسيې او ناټو تړون د لوړ رتبه پوځي مشرانو لومړنۍ غونډه ده.


پخواني معلومات


خبري رسنۍ د روسيې د دفاع وزارت په حواله وايي چې د دې هېواد لوی درستیز او د ناټو تړون اعلی سر قوماندان نن په اذربایجان کې له یو بل سره ویني.


ویلاري ګراسیموف او کرټیس سکاپاروتي به د سوريې د جګړې په اړه خبرې وکړي.


دغه‌راز ټاکل شوې ده چې دواړو لوړ رتبه پوځي قوماندانان په اروپا کې د ناټو او روسيې د پوځي فعالیتونو په اړه هم وغږېږي.


تاس خبري اژانس د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي دي چې ګراسیموف او سکاپاروتي به د روسيې او ناټو ترمنځ د پوځي ټکر د مخنیوي پر موضوع هم خبرې وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса