Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د ارمنستان په پلازمېنه کې نن ۶۵ تنه مظاهره چیان نیول شوي

0
په ارمنستان کې د صدراعظم په توګه د پخواني جمهور رئيس سرژ سرکسیان د ټاکل کېدو پرضد په ننیو مظاهرو کې پولیسو ۶۵ تنه اعتراض کوونکي نیولي دي.


چارواکو مظاهره چیانو ته د خبرو وړاندیز کړی دی.


په یرووان کې نن اتمه ورځ ده چې سلګونه مظاهره چیان، د اپوزسیون د مشر نیکول پاشینیان په بلنه، لارو ته راوځي او د ښار د مرکز پر لور مارش کوي.


 پاشینیان پرون په یرووان کې لس زره کسانو ته چې د ښار پر جمهوریت څلور لارې راغونډ شوي وو، وویل چې نن په یرووان کې ټولې لارې بندې کړي او خپل اعتراض جاري وساتي.


پاشینیان وویل:


"موږ یوڅو کسان وو، خو اوس څلوېښت زرو ته رسېدلي یوو، نو معلومېږي چې زموږ ټول ولس بدلون غواړي."


د ارمنستان ولسمشر هغوی ته د مذاکرو وړاندیز کړی دی.


په یرووان کې پولیسو پرون لږترلږه ۱۲۰ تنه اعتراض کوونکي ونیول او د خلکو د خورولو لپاره یې پرهغوی اوبه وپاشلې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса