Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

اکلیل حکیمي د پیسو نړیوال صندوق له اجرائیوي مرستیال سره وکتل

0
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د پیسو نړیوال صندوق یا «IMF» له اجرائیوي مرستیال سره وکتل.


د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، ښاغلي حیکمي د پیسو د نړیوال صندوق له اجرائیوي مرستیال میټسو هیروفروسوال سره د اقتصادي او د بانکدارۍ سکټور په مسایلو خبرې کړې دي.


نوموړي وویل، د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال، د افغان حکومت له لورې د ملي عوایدو لوړېدو او د ۱۳۹۷ کال په ملي بودجه کې د اړینو او معیاري اصلاحاتو ستاینه کړې او یوځل بیا یې د حکومت له اصلاحاتي اجنډا خپل ملاتړ اعلان کړی دی.


د یادونې ده چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په رسمي سفر د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته د پیسو نړیوال صندوق «IMF» او نړیوال بانک یا «WB» په پسرلنیو ناستو کې د ګډون په هدف تللی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса