Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

افغان لوبغاړي حمیدي د لامبو وهلو په سیالیو کې د طلا مډال وګاټه

0
اتلس کلن افغان لوبغاړي قاسم حمیدي د پاراالمپیک لامبو وهلو په سیالیو کې د طلا مډال وګاټه.


د المپیک د ملي کمېټې د معلوماتو له مخې حمیدي د جمعې ورځې په دغو سیالیو کې د سل مترو په فاصله کې د تېز لوبغاړي په حیث وپېژندل شو.


دا سیالۍ چې په ایندیاناپولېس کې ترسره کېږي پکې له ۱۷ هېوادونو نه ۱۹۸ لوبغاړو ګډون کړی دی.


د بریا اړوند په یوه بل خبر کې افغان فري فایټر سیر بهادرزاده په امریکا کې خپل برازيلی سیال لیوان چاګاس په ګونډو کړ.


دغه ۳۴ کلن افغان لوبغاړي تردې مهاله ۳۰ ازادې سیالۍ کړي چې په ۲۴ کې یې بریاوې خپلې کړي او توانېدلی چې ۱۳ ځله خپل سیالان ناک اوټ کړي.


بهادرزاده لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د يو اف سي سازمان په لوبو کې لوبېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса