Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

عبدالله: رسنۍ باید د ټاکنو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي

0
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې د رسنیو رول مهم دی او باید دوی په برخه کې رغنده ونډه واخلي.


ښاغلي عبدالله د يکشنبې په ورځ په کابل کې د رسنیو ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې رسنۍ باید خلکو ته د انتخاباتو د اهمیت او ارزښت په اړه معلومات ورکړي څو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي:


"د عامه پوهاوي او د انتخاباتو د اهمیت په اړه خلکو ته د معلوماتو رسولو په برخه کې د رسنیو رول ډېر مهم دی."


ښاغلی عبدالله وايي، د انتخاباتو په اړه عامه پوهاوی لږ دی او په کار ده چې د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر شي.


خو د يو شمېر کارپوهانو او عامو خلکو په باور د عامه پوهاوي د نشتوالي ترڅنګ امنیتي ستونزې او پر انتخاباتو د خلکو بې باوري نور لاملونه دي چې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو ګډون کمرنګه کړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса