Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د ټلګرام شرکت مشر پر روسانو د حکومت پرضد د اعتراض غږ کړی

0
د ټلګرام اڼترنټي شرکت مشر پاول دوروف پر روسانو غږ کړی چې د حکومت پرضد اعتراض وکړي.


ټلګرام یو اپلکېشن دی چې د مسجونو او مکالمې لپاره کارول کېږي.


د روسیې حکومت هڅې پېل کړي چې په هغه هېواد کې پر دې اپلکېشن بندیز ولګوي.


پاول دوروف د سیاسي فشارونو له امله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له روسیې وتښتېد.


دوروف له هغو روسانو چې پرون یکشنبه یې له ټلګرامه د ملاتړ لپاره له خپلو کړکیو کاغذي الوتکې په هوا کړې، مننه وکړه.


د ټلګرام اپلکېشن لوګو، کاغذي الوتکه ده.


پاول دوروف نن په یوه پيغام کې چې پر انټرنټ خپور شوی، پر روسانو غږ کړی چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ بیا کاغذي الوتکې په هوا او له ټلګرامه ملاتړ څرګند کړي.


پر ټلګرام د بندیز لګولو لپاره د روسیې د حکومت هڅو چې تر یوه حده بریالۍ شوې، د دې اندېښنې پېدا کړي چې ولادیمیر پوتین غواړي چې د مخالفینو لپاره د اعتراض څرګندولو لارې بندې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса