Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

په ارمنستان کې د دولت ضد مظاهره‌چیانو مشر له توقیفه خوشې شو

0
په ارمنستان کې د دولت ضد مظاهره‌چیانو مشر، نیکول پاشینیان له توقیفه خوشې شو.


هغه له خوشې کېدو سره سم، په ایروان کې له اعتراض کوونکو سره یوځای شو.


پاشینیان نن دوشنبه وویل چې وروسته به د صدراعظم له مرستیال سره د خپلې کتنې په اړه اعلامیه خپره کړي.


د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې نن لسګونه زره کسان د اعتراض لپاره لارو او کوڅو ته راوتلي دي.


اعتراض کوونکي د صدراعظم سرژ سرکیسیان استعفا غواړي او ویلي یې دي چې تر هغه به اعتراض جاري وساتي.


راپورونه وايي، نن ۲۰۰ غیر مسلح کسان چې پوځي یونیفورم‌یې اغوستی و او لاسونه‌یې سره ورکړي وو، په ایروان کې له مارش سره یوځای شول.


په غبرګون کې یې د ارمنستان دفاع وزارت اعلان کړی چې عسکر او منصبدار اجازه نه‌لري چې له اعتراض کوونکو سره یوځای شي او د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي.


ارمنستان درې ميلیونه وګړي لري او نن په هغه هېواد کې د اعتراضي مارشونو او مظاهرو ۱۱مه ورځ ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса