Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د لوګر ځیني اوسېدونکي: په شپنیو پوځي عملیاتو کې ملکیان زیانمنېږي

0
وړمه شپه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د شېخانو په کلي کې د افغان ځواکونو د صفر یو قطعې له خوا عملیات شوي چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دوی ته په کې زیانونه اوښتي دي.


د سيمي خلک او د لوګر د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، د يادو عملياتو پر مهال د ملکي خلکو کورونه ویجاړ شوي او ځيني خلک‌يې د طالبانو په نوم له ځانونو سره بیولي دي.


بل‌خوا د والي ویاند سلیم صالح وایي چې په دې عملياتو کې د ملا حليم په نوم د يو طالب کور ویجاړ شوی او د عملياتو پر مهال‌يې د اسامه په نوم یو طالب قوماندان وژلی او درې نور طالبان‌يې ژوندي نيولي دي.


دی زیاتوي، وسله‌وال مخالفین غواړي، د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو مؤثریت د تبلیغاتو په واسطه تر پوښتنې لاندې راولي.


وسله‌والو مخالفینو د لوګر په برکي برک کې د افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په باب رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса