Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

په افغانستان کې سږ کال د سختې وچکالۍ خطر دی

0
په افغانستان کې د واورې او باران د کم ورښت له امله، سږ کال د سختې وچکالۍ خطر دی.


د روېټرز خبري اژانس په حواله، د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د تېرو کلونو په پرتله، ۶۰ فیصده کم باران شوی دی.


په افغانستان کې له طبیعي افتونو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند حشمت خان بهادري روېټرز اژانس ته ویلي چې سږ کال ښايي د وچکالۍ له امله، د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړي.


د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې، یونېسف نن له نړیوالو غوښتنه وکړه چې ۱۰ ميلیونه ډالر په وچکالۍ ځپلو ولایتونو کې له کوچنیانو او د هغوی له کورنیو سره د مرستې لپاره راغونډ کړي.


په کابل کې د یونېسف استازي ادېل خضدر ویلي چې دوی له کوچنیانو او د هغوی له کورنیو سره مرستې ته اولویت ورکوي، ترڅو د وضعیت د ډېرې خرابۍ مخنیوی وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса