Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

له روسیې، ایران او ترکیې نه د اروپايي ټولنې غوښتنه!

0
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې له روسيې، ايران او ترکيې غوښتنه وکړه چې په سوريه کې د جګړو د کمولو لپاره لا ډېر اقدامات وکړي.


فدريکا موګرېني نن په بروکسل کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل:


"زموږ په باور د سوريې لپاره با دوامه سوله به يوازې د ملګرو ملتونو تر سيوري لاندې له يوې سياسي پروسې سره تړلې وي، لکه مخکې مې چې ويلي وو، د استانه د پروسې درې تضمينوونکي روسيه، ايران او ترکيه په دې برخه کې ځانګړى مسؤليت لري چې د داسې يوه اوربند ضمانت وکړي."


موګرېني دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې نړيوال مالي مرستندويان په بروکسل کې له جګړه ځپلې سوريې سره د بسپنې ټولولو په هدف د دوهمې ورځې لپاره په يوه کنفرانس کې سره جرګه شوي دي.


هغې وويل روسيه، ايران او ترکيه ګډ مسؤليت لري چې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد پر حکومت فشار راولي، څو د مذاکرو مېز ته کېني.


روسيه او ايران د سوريې د حکومت ملاتړ کوي، خو ترکيه د هغو مخالفانو تر شا ولاړه ده چې له واک څخه د اسد د ليرې کېدو هڅه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса