Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

موګرېنې: له ايران سره اوسنى اټمي تړون په ښه ډول کار ورکوي

0
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې نن وويل، د اټمي وسلو له جوړولو د تهران د راګرځولو لپاره، له ايران سره اوسنى تړون په اغېزناک ډول کار ورکوي.


فدريکا موګريني دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د امريکا متحدو ايالتونو او فرانسې ولسمشرانو په دې برخه کې د يوه تړون غوښتنه وکړه.


ډونالد ټرمپ او ايمانويل مکرون پرون په سپينه ماڼۍ کې تر کتنې وروسته وويل، دوى غواړي د ٢٠١۵مېلادي کال له اټمي تړون هاخوا، له ايران سره پر يوه نوي تړون مذاکرې وکړي.


نن په بروکسل کې د سوريې په اړه د مرستندويانو کنفرانس ته له رسېدو سره سم د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشرې فدريکا موګريني وويل: "نن دا يوازېنۍ موجوده موافقه کار ورکوي، ايران يې د اټمي وسلې له جوړولو راګرځولى او له ايران څخه په کې غوښتل شوي چې د اټمي وسلې په جوړولو لاس پورې نه کړي."


دغه تړون چې ايران په ٢٠١۵مېلادي کال کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو امريکا، بريتانيا، فرانسې، روسيې، چين او جرمني سره لاسليک کړى، د ايران پر اټمي پروګرام يې محدوديت لګولى، په بدل کې له ايرانه ځينې اقتصادي بنديزونه لېرې شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса