Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د امريکا نوی د بهرنیو چارو وزير مایک پومپئو بروکسل ته رسېدلی

0
د امريکا نوی د بهرنیو چارو وزير مایک پومپئو ته د ناټو متحدانو سره د خبرو لپاره نن بروکسل ته رسېدلی دی.


دی به له ناټو متحدانو سره په اروپا کې د روسيې پر تېري خبرې وکړي.


پومپئو د بهرنیو چارو وزير په توګه تر ټاکلو يوه ورځ وروسته بروکسل ته سفر کړی.


پومپئو د پوځ پخوانی افسر او جمهوري غوښتونکی د کانګرس غړی پاتې شوی دی.


ده له تېرو ۱۵ مياشتو راهيسې د «سي.ای.اې» د رئیس په توګه دنده لرله.


پومپئو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له وفادارو ملاتړيو څخه بلل کېږي.


په بروکسل کې د ناټو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه به په جولای مياشت کې د هېوادونو د مشرانو سرمشريزې ته لاره هواره کړي.


د امريکا د بهرنیو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي، دا غونډه به په اوکراين، ګُرجستان او سوریه کې د روسیې د تېري او د اروپا له جنوبي پولو سره د امنيت زياتولو د پلان پر موضوع متمرکزه وي.


ټرمپ شمالي کوريا ته هم درې اوونۍ مخکې پومپيو لېږلی وو چې د هغه هېواد له مشر کېم جونګ اون سره وويني.


ټاکل شوې ده پومپيو د ايران د اټمي موافقې په يمن او سوريه کې د ایران د مداخلې په اړه هم خبرې وکړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса