Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

ځدراڼ ولسونه: توپونه او ډزې مو له ټاکنو نشي راګرځولای

0
نن د شنبې په ورځ د پکتیا اړوند په ګرده څېړۍ کې د ځدراڼ مېشتو سیمو قومي مشرانو، اوسېدونکو او ځوانانو په ګډون پراخه غونډه د وسله والو له لورې د پرله پسې توغندیو او سپکو وسلو د ډزو له کبله اخلال او ناتمامه پاتې شوه، خو د ځدراڼو اوسېدونکي وايي چې دا ډول پېښې يې د ټاکنو او د نوم لیکنې له بهیره نشي راګرځولای.


په یاده غونډه کې چې د مجاهدینو د بریا د ۲۶ مې کلیزې په مناسبت د مجاهدینو د سرتاسري شورا په بلنه جوړه شوې وه، د خوست او پکتیا د ځدراڼ مېشتو سیمو شااوخوا دوه زره اوسېدونکو او همدارنګه د افغان دولت او اجرائیه ریاست یو شمېر سلاکارانو برخه اخیستې وه.


د غونډې له پیلېدو سره سم د توغندیو برید پیل شو او پر سپکو وسلو افغان ځواکونو سره د وسله والو له لورې نښته هم روانه شوه، چې غونډه يې اخلال کړه.


دوی له افغان امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولس د ګډون او نوم لیکنې لپاره لازم امنیتي تدابیر ونیسي.


دوی وویل، مخالفینو په دې برید سره وښوده چې د دوی ستونزه افغان حکومت سره نه، بلکې له ولسونو سره ده او په خبره یې چې له ډزو او بریدونو وېره نه لري، د ژوند په بیه هم په ټاکنو کې برخه اخلي، که دا ټاکنې اسانې وي او که ستونزمنې.


دوی زیاتوله، هغوی له مخکې د وسله والو له لورې د داسې یوه برید پېش بیني درلوده، خو د وېرې او اندېښنې حالت د ختمولو لپاره باید د خلکو او قومونو په ګډون، همداسې یوه غونډه جوړه شوې وای.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса