Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

مسؤلین: په بلخ کې د ټاکنو لپاره د نوم ثبتونې ۱۳ مرکزونه بند دي

0
مسؤلین: په بلخ کې نا امنۍ د رأیې ورکونې لپاره د نوم ثبتونې مرکزونه مسدود کړي


په بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر فضل احمد حیات ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې نا امنۍ د رأیې ورکوونکو د نوم ثبتونې ۱۳ مرکزونه بند کړي.


ښاغلي حیات وویل، د دې ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې هم د روانې جګړې له امله د رأیې ورکونې د کارتونو د وېش څو مرکزونه تر لوړ تهدید لاندې دي او نشي کولای چې په دوامداره توګه فعالیت وکړي.


ښاغلي حیات وویل:


"په بلخ ولایت کې په مجموعي ډول ۳۱۴ مرکزونه موجود دي چې ۲۶۴ یې په ولسوالیو او ۵۰ نور یې په مزارشریف ښار کې دي، په دې مرکزونو کې ښځینه څانګې بېلې دي، په بلخ کې د رأیې ورکونې د کارتونو د وېش ۱۳ مرکزونه د نا امنۍ له امله بند دي. "


خو د بلخ د امنیې قوماندانۍ چارواکي د یادو مرکزونو د بېرته پرانيستلو او یا هم د نورو مرکزونو د امنیت د خوندي ساتنې لپاره رسنیو سره خبرو ته حاضر نه دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса