Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

ننګرهار چارواکي: تېره اوونۍ ۲۱۵ کیلوګرامه مخدره مواد کشف شوي

0
د ننګرهار پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۱۵ کیلو ګرامه مخدره مواد کشف کړي دي.


د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقيوال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا مخدره مواد د ننګرهار پولیسو د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې په دُر بابا، بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې نيول شوي دي.


نوموړی وايي:


"په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۲۱۵ کیلو ګرامه بېلابېل نشه‎يي مواد کشف شوي او په تور یې ۵ کسان نیول شوي دي. دا مواد د دُر بابا، بهسودو او سرخ رود ولسوالیو کې د پولیسو لاس ته ورغلي دي. "


د یادولو ده چې د ننګرهار پولیسو له نورو اړوندو ادارو سره په ګډه له نېږدې یوې میاشتې راهیسې په‎دې ولایت کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی چې د چارواکو په باور تر دې دمه زرګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې او یاد کمپاین اوس هم دوام لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса