Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

نیکول پاشینیان: د ارمنستان خلک دې په ملکي نافرمانۍ کې برخه واخلي

0
د ارمنستان د اپوزسیون مشر نیکول پاشینیان پر خلکو غږ کړی چې په راتلونکو درېیو ورځو کې په لوی شمېر کې په سوله يیزه او ملکي نافرمانۍ کې برخه واخلي.


پاشینیان نن شنبه د ارمنستان درېیم ستر ښار ته پر لاره خپلو پلویانو ته چې دده د هرکلي لپاره راوتي وو، وویل چې د مۍ په لومړی نېټه دې کله چې پارلمان نوی صدراعظم ټاکي، د پایتخت ایروان لارې کوڅې ډکې کړي.


په همدې حال کې د ارمنستان ولسمشر ارمن سرکیسیان له روان حالت څخه د هېواد د ویستلو او د روان سیاسي بحران د کمولو په هدف، له پخواني صدراعظم سرژ سرکیسیان او سرپرت صدراعظم کارن کاراپیټیان سره سلامشورې کړې دي.


د ارمنستان پارلمان به د مۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره رأیې ورکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса