Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

د هرات چارواکي: نږدې ۲۰ کېلو ګرامه هیروئین نيول شوي

0
د هرات پولیسو د یو لړ عملیاتو په لړ کې نږدې ۲۰ کېلو ګرامه هیروئین نيولي دي.


د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‎زاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي مواد د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې په یو کور کې ځای پر ځای شوي وو چې د دوی د پولیسو لاس ته ورغلل.


نوموړی وايي:


"نیول شوي مخدره مواد ۱۹ کېلو او ۴۰۰ ګرامه دي چې زموږ د پولیسو له‎خوا کشف او ترلاسه شوي. د دې موادو په تور لا تر اوسه څوک نه‎دي نیول شوي، خو عاملین‌یې پېژندل شوي او تر تعقیب لاندې دي."


دا په‎داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې د هرات پولیسو درې تنه د مخدره مواد د قاچاق په تور نیولي چې یو تن‌یې غوښتل ۲۵۰ کېلو ګرامه تریاک له هراته ایران ته قاچاق کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса