Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

پامپیو سعودي ته په سفر کې پر ایران سخت انتقاد وکړ

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو منځني ختیځ ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په خپل لومړني سفر کې پر ایران سخت انتقاد وکړ.


نوموړی به په دې سفر کې په سیمه کې د امریکا متحدینو ته د ایران له اټمي موافقې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وتلو د ګواښ په اړه معلومات ورکړي.


پامپیو په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا سلمان، له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عادل الجوبیر سره خبرې وکړي او ټاکل شوې نن د ورځې په وروستیو کې تلبیب او له هغې وروسته اردن ته ولاړشي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ریاض کې په کتنو کې ایران تورن کړ چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد او د یمن د حوثي یاغیانو په ملاتړ سره یې منځني ختیځ بې ثباته کړی دی.


پامپیو له خپل ساري الجوبیر سره په کتنه کې وویل، ایران په سیمه کې د نیابتي ملېشو او ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.


دا هېواد په یمن کې د حوثي یاغیانو د وسلو اصلي تمویلونکی دی او هم د سایبري حملو کمپاین مخ ته وړي.


د پامپیو په وینا د اسد له قاتل رژیم څخه د ایران د ملاتړ په برخه کې د امریکا د مخکیني حکومت خلاف چې هغه یې له پامه غورځولی و، موږ به له ترهګرۍ د ایران د دغه پراخ ملاتړ په اړه غفلت ونه کړو.


ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ د می په دولسمه پرېکړه وکړي چې ایا د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون له مخې پر ایران لیرې شوي بندیزونه تمدید کړي او که هغه بېرته پرې ولګوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса