Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2018

په خوست کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال ووژل شو

0
نن د دوشنبې په ورځ شااوخوا څلور بجې د خوست د مرکز اړوند د متون د درکوټیو په سیمه کې نا معلومو وسله والو له لورې، د بي بي سي راډیو سیمه ییز خبریال احمد شاه ووژل شو.


د خوست سیمه ییزو مسؤلینو ازادي راډیو ته وویل چې احمدشاه کلي ته پر لاره و چې د دوو موټرسایکل سپرلو له لورې ورباندې برید وشو.


د چارواکو په وینا، نوموړی لومړی ټپي و، خو وروسته يې د ژورو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.


امنیتي چارواکو وویل چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي چې له بشپړولو وروسته به له رسنیو سره شریکې شي.


دا په داسې حال کې ده چې نن د کابل په ځانمرګو بریدونو کې د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو په ګډون، ۹ خبریالان ووژل شول.


تر اوسه د بي بي سي راډیو د خبریال د وژنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса