Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

کونړ چارواکي: بې پیلوټه الوتکې ۲ داعش وسله وال وژلي

0
د کونړ چارواکي وایي، تېره ورځ ناوخته د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکي په برید کې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.


د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا برید د وټه پور ولسوالۍ په ګمبیر غرنۍ سیمه کې شوی دی.


داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


بل خوا د همدې ولایت د ناړۍ، غازي آباد او اسمار ولسوالیو ترمنځ لویه لاره چې له دوو ورځو راهیسې د طالبانو بنده کړې وه، د پرانیستلو هڅې پیل شوي دي.


د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، طالبانو د غره په ډبرو دغه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه.


د چارواکو په خبره افغان ځواکونو له سړکه ډبرې لېرې کړي او اوس د ځای پرځای شوېو ماینونو په شنډولو کار کوي.


دوی ژمنه کړې چې د نن ورځې په اوږدو کې به دغه لاره چې د نورستان د کامدیش او برګمټال ولسوالۍ هم سره نښلوي پرانېستل شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса