Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2018

د ګرجستان ولسمشر: روسیه زموږ د خاورې یوه برخه لاندې کړې

0
د ګُرجستان ولسمشر ګیورګي مارګولاشویلي روسیه تورنه کړه چې د ګُرجستان د خاورې یوه برخه يې په غیرقانوني توګه لاندې کړې ده.


ګیورګي مارګولاشویلي پرون چهارشنبه له امریکا او د ناټو له یو شمېر غړو سره د خپل هېواد د پوځي تمرینونو د پیل په مراسمو کې وویل:


"نن موږ د داسې یوه هېواد په قلمرو کې ولاړ کې یوو چې شل په سلو کې خاوره يې د یوه ګاونډي له خوا په غیر قانوني ډول نیول شوې ده."


په دې تمرینونو کې د جرمني د ځواکونو قوماندان سټیفن مدیاس وویل: 


"زموږ د نجیبو شریکانو دا تمرینونو زموږ لپاره ډېر مهم دي. موږ خوښ یوو چې په ګُرجستان کې یوو او د نړۍ له ۱۲ هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه کوو."


په دې تمرینونو کې چې دوه اوونۍ به دوام وکړي د امریکا د ۱۱۷۰سرتېرو په ګډون د ناټو د اتو هېوادونو او د اوکراین، ارمنستان او ازربایجان سلګونه پوځیان برخه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса